کور پانه / لوبې / ای پي اېل: راشد خان خپله لومړنۍ کپټانۍ کې ګجرات ته لوبه وګټله

ای پي اېل: راشد خان خپله لومړنۍ کپټانۍ کې ګجرات ته لوبه وګټله

د هند غوره لېګ یا IPL سیالیو په لړ کې تېر ماښام د ګجرات ټیټنز او چینای سوپر کېنګز لوبډلو تر منځ د روان لیګ ۲۹مه سيالۍ تر سره شوه چې راشد خان په خپله لومړنۍ لوبډلمشرۍ کې ګجرات لوبډله ګټونکې کړه.

د لوبې په پیل کې ټاس د ګجرات لوبډلې وګټه او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

چینای لوبډلې په ټاکل شويو شلو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځیدلو سره ۱۶۹ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۷۰ منډو هدف وټاکه.

یادې لوبډلې لپاره توپ وهنه کې روتراج ګیکواد غوره توپ وهنه ترسره کړه او په ۴۸ توپونو یې ۷۳ منډې جوړې کړې.

همدا راز رایدو ۴۶ ، رویندرا جدیجا ۲۲ناسوځیدلې، ډیوبي ۱۹، روبین اوتاپا درې او موین علي یوه منډې جوړې کړې. د ګجرات لوبډلې لپاره توپ اچونې په برخه کې الزار جوسف دوه، محمد شیمی او يش ډایل یوه-یوه ویکېټې واخیستې.

په مقابل کې بیا ګجرات ټیټنز لوبډلې ټاکل شویو شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځيدو سره ټاکل شوی هدف پوره او د دریو ویکټو په توپیر یې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

یادې لوبډلې ته توپ وهنې په برخه کې ډیوډ میلر تر ټولو ډیرې ۹۴ ناسوځېدلې او راشد خان ۴۰ تر نورو ډیرې منډې جوړې کړې.

افغان لوبغاړي راشد خان څلور اورونو کې ۲۹ منډې ورکړې او د توپ وهنې په برخه کې یې بیا د درې شپږېزو او دوه څلوریزو پر مټ په ۲۱ توپونو ۴۰ منډې جوړې کړې.

له دې سره له دې سره ګجرات لوبډلې روان پړاو سیالیو کې خپله پنځمه بریا هم تر لاسه کړه دې لوبډلې ټول ټال شپږ لوبې کړي او یوازې یوه یې بايللې.

د دغه لیګ راتلونکې نن ماښام دافغانستان پر وخت شپږ بجې او ۳۰ دقیقې د رویل چلنجرز او کلکټه نایټ رایډرز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

احمد ولي هوتک افغانستان ته بل وياړ راوړ

د افغانستان ازادو سیالیو یا فري فايټ نوم وتی مبارز احمد ولي هوتک د اسیا …