کور پانه / خبرونه / ای پي اېل: د راشد دوی لوبډلې (SRH) لسمه ماته هم وخوړه

ای پي اېل: د راشد دوی لوبډلې (SRH) لسمه ماته هم وخوړه

د هند غوره لیګ یا ای پي اېل روان پړاو ۴۹ مه لوبه تېره شپه د سنرایزر حیدراباد او کلکټه نایټ رایډرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې په پایله کلکټې حیدر اباد ته د شپږ ویکټو په تورپېر ماتې ورکړه چې دې سره حیدر اباد له خپلو دولسو ترسره کړو لوبو لس وبایللې.

د لوبې په پیل کې ټاس حیدر اباد لوبډلې وګټه او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

حیدراباد په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د اته لوبغاړو په سوځیدلوسره ۱۱۵ منډې جوړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۱۶ منډو هدف وټاکه.

یادې لوبډلې ته د توپ وهنې په برخه کې کین ویلیم سن ۲۶، عبدالصمد ۲۵ او پرائیم ګرګ ۲۱ تر نورو لوړې منډې جوړې کړې، کلکټې ته د توپ وهنې په برخه کې چکاروتي، تیم سوتې او شیوام ماوي دوه-دوه ویکټې واخیستې.

په مقابل کې د کلکټې لوبډلې توپ وهونکو ښه توپ وهنه ترسره کړه او ټاکل شوی هدف یې د وروستې اور په څلورم توپ پوره کړ. دې لوبډلې ته بیا د توپ وهنې په برخه کې سوبمن ګیل ۵۷، نیتیش رانا ۲۵ او ډینش کارتیک ۱۸ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې.

افغان لوبغاړي راشد خان د حیدراباد په ګټه توپ وهنې کې په شپږ بالونو ۸ منډې او د توپ اچونې په برخه کې یې د څلورو اورونو په ترسره کولو سره یوه ویکټه واخیسته او ۲۳ منډې یې ورکړې.

د یادولو وړ ده چې جیدر اباد له کوالیفای لوبو پاتې شو او د نمرو په لیست کې وروستی ځای لري.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

افغانستان نېمبیا ته په ستر توپیر سره ماتې ورکړه

افغانستان د ای سي سي شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن خپله …