کور پانه / لوبې / ای پي ایل: چينای، ډهلي ته د ۱۸۹ منډو هدف وټاکه

ای پي ایل: چينای، ډهلي ته د ۱۸۹ منډو هدف وټاکه

د هند غوره لیګ یا ای پي ایل سیالیو په لړ کې اوس مهال د چیپنای سوپر کینګز او ډهلي کپیټلز لوبډلو ترمنځ د دغه لیګ دویمه لوبه روانه ده چې چينای لوبډلې ډهلي ته د ۱۸۹ منډو هدف وټاکه.


د لوبې په پیل کې ټاس د ډهلي کپیټلز لوبډلې و ګټه او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه.


چای نوی لوبډلې په ټاکل شويو شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو سوزیدلو سره ۱۸۸ منډې جوړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۸۹ منډو هدف وټاکه.


چينای لوبډلې لپاره توپ وهنه کې رینا ۵۴، موین علي ۳۶، سم کارن ۳۴، جدیجا ۲۶، راوډو ۲۳ او ګیکواډ ۵ منډې جوړې کړې.


په مقابل کې بیا د ډهلي لوبډلې لپاره توپ اچونې په برخه کې ټکس او اویش خان دوه-دوه، اشوین او کارن یوه-یوه ویکټې واخیستې.

د دغې لوبې پاتې پاڼۍ به تر لږ ځنډ ورورسته د ډهلي لوبډلې په توپ وهنه پيل شي.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

افغانستان د زمبابوې پر وړاندې خپل لومړي انینګز کې ۱۳۱ منډې وکړې

د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو تر منځ نن د ټیسټ لوبو لومړنۍ لوبه …