د هند غوره لېګ یا ای پي ایل لوبو په دوام نن د راجستان رویلز او ګجرات ټیټنز لوبډلو ترمنڅ پای لوبه ترسره کېږي.
د غه لوبه د افغانستان پر وخت د ماښام شپږ بجې او ۳۰ دقیقې د هند په نرندرا مودي سټیدیوم کې پیلېږي.
ګجرات په لومړني کواټر فاینل کې له راجستان لوبه وګټله او مستقیم یې فاینل ته لار پیدا کړه راجستان بیا په دیم کوارټر فینل لوبه کې بنګلور ته په ماتې ورکولو سره فاینل ته څان ورسو.
ګجرات لوبډلې سره درې افغان لوبغاړي راشد خان، رحمن الله ګربز او نور احمد لکڼوال لوبېږي.
ویل کېږي چې د افغانستان کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف هم د هند کرکټ بورډ له لورې د دې لوبې لیدلو ته بلل شوی دی.