کور پانه / لوبې / ای پي ال: ممبۍ د اته ویکټو په توپير کلکټې ته ماتې ورکړه

ای پي ال: ممبۍ د اته ویکټو په توپير کلکټې ته ماتې ورکړه

د هند غوره لېګ یا IPL سیالیو په لړ کې تېر ماښام د ممبۍ اینډینز او کلکټه نایټ رایډرز لوبډلو تر منځ د ټورنمنټ ۳۳مه سيالي ترسره شوه. چې ممبۍ، کلکټې لوبډلې ته د اته ویکټو په توپير ماتې ورکړه.

د لوبې په پیل کې ټاس د بنګلور لوبډلې وګټه او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

بنګلور لوبډلې په ټاکل شويو شلو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځیدلو سره ۱۴۸ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۴۹ منډو هدف وټاکه.

یادې لوبډلې لپاره توپ وهنه کې ویرات پټ کومئنس ۵۳، مورګان ۳۹ او شوبمن ګیل ۲۱ تر نورو ډېرې منډې جوړې کړې. ممبۍ لوبډلې لپاره توپ اچونې راهول چاهار دوه، بومرا او بولټ یوه- یوه ویکټې واخیستې.

په مقابل کې بیا ممبۍ لوبډلې توپ وهونکو په زړه پورې توپ وهنه وکړه او یوازې په دوه ویکټو په سوځیدو یې ټاکل شوي هدف ته ځان ورسو.

ممبۍ لوبډلې لپاره ډېکوک ۷۸ ناسوځیدلې، روهیت شرما ۳۵ او پانډیا ۲۱ ناسوځیدلې منډې جوړې او خپله لوبډله یې بریاته ورسوله.
کې ډي کوک د غوره توپ وهنې له کبله د لوبې غوره لوبغاړی هم شو.

د یاد لېګ سیالیو په لړ کې نن لومړی لوبه د راجستان رویلز او رویل چلېنجرز بنګلور لوبډلو، دوهمه لوبه د ډهلي کپیټلز او چینای سوپر کېنګز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

. وياند

دا هم ولولئ

افغانستان او افغانانو ته ستر ویاړ

د بیګ باش لېګ بورډ ویلي، د نړۍ شل اورویزو لوبو غوره او لومړی نمبر …