کور پانه / لوبې / ای پي ال: د بنګلور شپږمې بریا سره دراجستان شپږمه ماتې

ای پي ال: د بنګلور شپږمې بریا سره دراجستان شپږمه ماتې

د هند غوره لېګ یا IPL سیالیو په لړ کې تېر ماښام د ممبۍ رویل چلینجر بنګلور او راجستان ویلز لوبډلو تر منځ د ټورنمنټ ۳۴مه سيالي ترسره شوه. چې بنګلور لوبډلې د ۷ ویکټو په توپير راجستان ته ماتې ورکړه.

د لوبې په پیل کې ټاس د راجستان لوبډلې وګټه او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

راجستان لوبډلې په ټاکل شويو شلو اورونو کې دشپږو لوبغاړو په سوځیدلو سره ۱۷۷ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۴۹ منډو هدف وټاکه.

یادې لوبډلې لپاره توپوهنه کې سټیف سمیټ ۵۷، روبین اوتاپا ۴۱ او جوس بولټلیر ۲۴ تر نورو ډېر منډې جوړې کړې. د بنګلور لوبډلې لپاره بیا کریس موریس او چهال ښه لوبه وکړه؛ مورس ۴ او چهال دوه ویکټې خپلې لوبډلې لپاره واخیستې.

په مقابل کې بیا بنګلور لوبډلې توپ وهونکو په زړه پورې توپ وهنه وکړه او یوازې د درې ویکټو په سوځیدو یې ټاکل شوي هدف ته ځان ورسو.

بنګلور لوبډلې لوبډلې لپاره ډیویلرز ۵۷، ویراټ کوهلي ۴۳ او پاډیکال ۳۵ تر نور ډېر منډې ترلاسه کړې او بنګلور لوبډله یې په روان لېګ کې شپږمې بریا ته ورسوله.

د بنګلور لوبډلې لوبغاړی ای بي ډیویلرز د غوره توپ وهنې له کبله د لوبې غوره لوبغاړی هم شو.

راجستان لوبډلې تر دې مهاله نهه لوبې ترسره کړي درې یې ګټلي او شپږ نورې یې بیللي دي.

. وياند

دا هم ولولئ

افغانستان او افغانانو ته ستر ویاړ

د بیګ باش لېګ بورډ ویلي، د نړۍ شل اورویزو لوبو غوره او لومړی نمبر …