کور پانه / لوبې / افغان کرکټ / ای سي سي د ODI الرونډرانو تازه درجه بندي اعلان کړه، راشد خان پرمختګ کړی

ای سي سي د ODI الرونډرانو تازه درجه بندي اعلان کړه، راشد خان پرمختګ کړی

د کرکټ نړیوالې شورا یا ای سي سي نن د نړیوالو یو ورځینیو لوبو الرونډرانو تازه درجه بندي اعلان کړه چې راشد خان په دې نوې درجه بندۍ کې یو مقام پرمختګ کړی دی.

راشد خان تر دې وړاندې د یو ورځینیو لوبو الرونډرانو په درجه بندۍ کې اووم ځای کې و، خو تازه درجه بندۍ کې یې شپږم مقام خپل کړی دی.

نوموړي له ایرلینډ سره دریو یو ورځینیو لوبو په سیریز کې غوره توپ اچونه او توپ وهنه ترسره کړه، له همدې کبله په لیست کې مخ ته تګ وکړ.

یاد لیست کې د نړۍ په کچه یو ورځینیو لوبو کې د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی شکیب حسن لومړی ځای او افغان لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل دوېیم ځای لري.

په همدې ترتېب په یاده درجه بندۍ کې انګلستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی کریس ووکس درېیم، بین سټوکس څلورم، عیماد وسیم پنځم، راشد خان شپږم، کولین ډی ګرینډهوم اووم، رویندرا جدیجا اتم، میچل سانتینر نهم او سین ویلمس بیا لسم ځای لري.

 د یادې شورا شل اوریزو لوبو الرونډرانو په درجه بندۍ کې بیا محمدنبي لومړی مقام لري.

همدا راز راشد خان د شل اوریزو لوبو توپ اچونکو په نړیواله درجه بندۍ کې لومړۍ او مجیب الرحمن دویم مقام لري.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

ولې IPL کې بنګلور لوبډلې تر اوسه اتلولي نه ده ګټلې؟

د بنګال لوبغاړي منوج تېواري هغه علتونه په ګوته کړې چې له کبله یې د …