کور پانه / خبرونه / ای‌سي‌سي: د ویلیمسن توپ‌اچونه سمه ده خلک دې بېځایه قضاوتونه نه کوي

ای‌سي‌سي: د ویلیمسن توپ‌اچونه سمه ده خلک دې بېځایه قضاوتونه نه کوي


د کرکټ نویواله شورا یا ای سي سي وایي خلک وایي، د ویلمسن توپ اچونه د ای سي سي له قوانیونو سره سمه ده او هیڅ ډول ستونزه نه لري.

یادې شورا همدا راز د کرکټ له مېنوالو وغوښتل چې بېځایه قضاوتونه او ننګونې دې نه کوي لومړی دي ځان پوه کړي.

ای‌سي‌سي دغه څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د ای پي ال سیالیو کې ویلیمسن سنرایرز حیدراباد لوبډلې د ممبۍ پر وړاندې لوبه کې ولوبه، د کرکټ مېنوالو په ټولنیزو رسنیو کې د حیدر اباد لوبډلې دغه کړنه ناسمه او د ای سي سي قوانینو خلاف وبلله.

د نیوزلینډ کرکټ ملي لوبډلې دغه لوبغاړی په ای پي ال سیالیو کې د حیدر اباد لوبډلې په ګټه لوبږي، یاد لوبډلې کې د افغانستان دوه تکړه لوبغاړي راشد خان او محمد نبي هم شته دي.

. وياند

دا هم ولولئ

ای پي ال: راجستان د ۷ ویکټو په توپیر چینای ته ماتې ورکړه

د هند غوره لېګ یا IPL سیالیو په لړ کې تېر ماښام د راجستان رویلز …