ایوانیکا ټرمپ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لور او سلاکاره عربي متحده ایالاتو ته د سفر په یوه څنډه کې له د شیخ زاهد جومات څخه هم لیدنه وکړه.
شیخ زاهد جومات له مسجدالحرام او مسجدالنبوي څخه وروسته د اسلام ستر جومات دی.
یاد جومات په ۲۰۰۷ زیږدیز کال کې د شیخ زاهد بن سلطان النهیان له خوا د ۵۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت ورغول شو چې په یو وخت کې د شاوخوا ۴۱ زرو لمونځ کوونکو ظرفیت لري.
ایوانیکا ټرمپ ابوظبۍ ته د ښځو یو دوه ورځیني کنفرانس کې د ګډون په موخه تللې وه. چې په دې سفر کې یې د شیخ زاهد جومات لیدلو ترڅنګ د ابو ظبۍ له شهراده او ښځینه متشبثینو سره هم لیدنه وکړه.