کور پانه / عمومي مالومات / ایا پوهېږئ صابون څه ډول جوړېږي!؟

ایا پوهېږئ صابون څه ډول جوړېږي!؟

موږ د معمولا صابون له پلورنځيو څخه په بېلابېلو بویونو او رنګونو ترلاسه کو. چې دغه صابونونه له نباتي او یا هم د ژویو ( حېواني) غوړیو څخه جوړيږي.

په بیلګه کې یې د ناريال ( کوپره ) يا هم د وزې غوړیو څخه یادونه کولای شو. د سوډا (سوديم هايدرو کاربونيت) او يا هم د پتاسيم کاربن هايدريت د مايع شوي مادې سره دا غوړ يو ځای ايشول کيږي او وروسته له هغې چې دا مواد ساړه شي نو په کلک صابون بدليږي.

 په ختيځ کې صابون له لومړۍ پيړۍ نه مخکې مروج وو او په اروپا کې په نهمه پيړۍ کې رواج شو.

 زموږ وجود د چټل کيدو سبب دادی چې بدن مو غوړ لري، نو ځکه خاورې او ګرد پرې نښلي. د صابون په مرسته موږ خپل وجود بيرته پاکولی شو. کله چې صابون د اوبو سره يو ځای شي يو ډول مواد ورڅخه بېل شي چې خيرن لوښي، کالي او بدن پرې مينځل کيږي او پاکيږي.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

څنګه وېره له منځه یوسو؟

هر څوک کله نا کله ډار/وېره تجربه کوي. ډار کولی شي چې احتمالي ډول باندې …