کور پانه / عمومي مالومات / جالب / ایا وړانده کسان خوب ویني؟

ایا وړانده کسان خوب ویني؟

هغه کسان چې وړانده نړۍ ته راځي یا د ژوند  په لومړیو کې ( له پنځو تر اووه کلونو پورته) وړانده  کېږي، په خوب کې بصري انځورونه نه ویني.

خو هغه کسان چې په لوړ سن کې خپل د سترګو دید له لاسه ورکوي معمولا بصري انځورونه خوب کې ویني، خو البته کچه یې د یو بینا کس په پرتله ټیټه وي.

د فرټاګ نیوز راپور له مخې، د ډنمارک پوهانو مطالعاتو پایلو ښودلې چې هرڅومره د نابینایي موده ډېریږي نو د خوب لیدل په بصري ډول کمښت پیدا کوي.

له دې سره هغه کسان چې له موره ړانده زیږیدلي وي انځوریز خوبونه نه ویني، په حقیقت کې د دغو کسانو خوبونو کې غږیزې ، بویایي، خوند او لمسي اجزاوې شاملې وي.

خو ایا پوهیږئ ولې خوب وینو؟

په خلاصه ډول لا تر اوسه نه ده روښانه شوې چې ولې خوبونه وینو، پوهان په دې باور دې چې خوب لیدل یوازې یو دلیل نه لري بلکې ډېر دلایل لري چې یو تر ټولو مهم یې د حافظې تقویت:

امریکایي څیړونکو په خپلو نویو څېړنو کې وښودله چې دمغز الکترونونو متحرک کوونکي د خوب پر مهال ۲۰ سلنه د حافظې په تقویت کې مرسته کولای شي.

د دماغ ځانکړې محرک کونکي کولای شي د خوب پر مهال د اوږدي مودي حافظې په غښتلتیا کې مرسته وکړي. چې د دماغ دغه محرک کونکي الګوکانې د STAMPS په نوم یادیږي چې کولای شي په مغز کې ځانګړې خاطرې تر خپل اغیزې لاندې راولي.

څېړونکو په دغه څیړنو کې ومندله چې د خوب پر مهال د مغز محرک کونکي کولای شي د تیرو خاطرو په یاد راوړلو کې مرسته وکړي. له دغو څیړنو وړاندې دوې باور لره چې د یو کس د ژوند خاطرات د هیپوکامپ په نورونونو پروې اړه لري

د دغو څیړنو مشر څیړونکی (Praveen Pilly) پراوین پیلی  وایي: د دغو څیړنو پایلو وښودله چې د خاطراتو مقطع د مغز هغو مدارنو خلاف حرکت کوي چې د انسان خلق او حرکتونو مسولیت په غاړه لري.مونږ باور لرو چې زمونږ څیړنو راتلونکو نسلونو لپاره د خافظې تقویت او دانسانانو د یادونې لپاره دماشنونو جوړولو ته لاره هواره کړې.

همدا راز نوموړي زیاته کړه : کیدای شي دغه روش هغو کسانو ته ګټور وي چې د حافظې له کمزورتیا څخه زوریږي او همدا راز دغه روش کولای شي له رواني ناروغۍ وروسته د استرس په کمولو کې اغیز من واقع شي.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

هغه هېواد چې د نړۍ تر ټولو دنګې انجونۍ لري

نن ورځ اکثره خلک دنګې یا د لوړ قد والا انجونې ډېرې خوښوي خو په …