کور پانه / ادب / اکشي کومار او کرينا کپور به ډير ژر کميډي فلم کې را څرګند شي.

اکشي کومار او کرينا کپور به ډير ژر کميډي فلم کې را څرګند شي.

د اکشي کومار مينه‌وال دې خبر وي

د هندي سېنما وتلي او نوموتي ستوري اکشي کومار خندوونکی یا مسخره فلم را روان دی چې راتلونکې ډيسمبر میاشتې په ۲۷مه نېټه به سنېماوې ښکلې کړي.

د «ګوډ نیوز» په نوم د دې فلم اداکارانو اکشي کومار، کرینا کپور ، کیارا ادواني او ديلجیټ ډوسانج له تېرو څو اوونیو راهيسې د دې فلم خندوونکي انځورونه خپاره کړي دي.

د هندي رسنیو د مالوماتو له مخې، د راج ميهتا په لارښوونه د «ګوډ نیوز» فلم ټرایلر هم خپور شوی دی. په دې فلم کې دوه جوړو رول لوبولی دی چې په نږدې وخت کې د اولاد خاوند کېږي.

په دې فلم کې ديلجیټ ډوسانج او اکشي کومار په تر تیب سره د کیارا ادواني او کرینا کپور مېړونه دي او دا فلم له سره تر پایه مسخره دی چې د خندوونکیو فلمونو شوقیانو تنده به پرې ماته شي.

ارمان پوپل

. كاروان

دا هم ولولئ

د کور کتابتون څنګه جوړ کړو؟

د کور کتابتون څنګه جوړ کړو؟

ژباړن: عزت الله ذکي که د کتابونو لوستلو سره مینه لرئ او هرکال زيات کتابونه …