کور پانه / خبرونه / ايا په افغانستان کې د کورونا ناروغۍ پېښې مخ په کمېدو دي؟

ايا په افغانستان کې د کورونا ناروغۍ پېښې مخ په کمېدو دي؟

په افغانستان کې د کورونا ویرس ناروغانو کې بې سارى کمښت راغلی.

د عامې روغتیا وزارت په وینا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ٦۵۱ شکمنو کسانو ازموینو اخستل شوې چې له ډلې يې ۲۳۴ پېښې مثبتې وې. له دغو مثبتو پېښو سره په ټول هېواد کې د ناروغانو رسمي شمېر 29،715 ته لوړ شو. په تېرو دوو مياشتو کې دا له ټولو کم ارقام دې چې په ۲۴ ساعتونو کې ثبتېږي.

په تېرو 4 میاشتو کې د ناروغانو ترټولو لوۍ شمیر ۹۱۵ و چې په یوه ورځ او شپه کې ثبت شوې وي.

په ورته وخت کې بيا د ناروغۍ څخه راستنیدونکي خلکو شمیر ورځ تر بله ډیریږي د روغتيا وزارت د راپور له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې 609 کسان له دغې ناروغۍ رغېدلي دي .

په ټول هيواد کې د رغیدلو کسانو شمېر اوس 9،869 تنو ته رسېږي چې دا په هېواد کې د ټولو اخته کسانو دریمه برخه ده.

د رسمي شمېرو له مخې په تیرو 24 ساعتونو کې 21 تنه مړه شوي دي. هرات تیره شپه د 11 مړنو سره د افغانستان په ټولو والایتونو کې ترټولو خونړی ولايت وو.

دا باید په یاد ولرئ چې د ناروغانو ریښتینې شمیرې د رسمي ارقامو په پرتله خورا ډیر اټکل شوي او د شک وړ مړینو شمیر پدې وروستیو ورځو کې لوړ دی. همدا ډول لوی شمیر ناروغان د معاینې لپاره روغتون ته نه ځي. په ډیرو قضیو کې د مرګ لامل نه دی مشخص شوی.

د خبریالانو په وینا د قربانيانو کورنۍ او خپلوان د مړینې لامل طبیعي يادوي که څه هم دا د کورونا ویروس له امله وي.

. كاروان

دا هم ولولئ

اروپا کې نوی ویروس خپور شوی

په اروپا کې د بيزو ټناکو په نوم یو ډول ویروس خپور شوی او لاهم …