کور پانه / لوبې / اى پي ال: چینای د ۲۰ منډو په توپير حیدر اباد ته ماتې ورکړه

اى پي ال: چینای د ۲۰ منډو په توپير حیدر اباد ته ماتې ورکړه

د هند د غوره لېګ یا  IPL سیالیو په لړ کې تېر ماښام د سنرایزر حیدراباد او چینای سوپر کینګز لوبډلو  تر منځ د ټورنمنټ ۲۹مه سيالي ترسره شوه، چې په پایله کې چینای لوبډلې حیدر اباد لوبډلې ته د ۲۰ منډو په توپپر ماتې ورکړه.

د ولوبې ټاس د چینای لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

یادې لوبډلې په ټاکل شويو شلو اورونو کې دشپږو لوبغاړو په سوځیدلو سره ۱۶۷ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۶۸ منډو هدف وټاکه.

چینای لپاره توپ وهنه کې واټسن ۴۲، رائیوډو ۴۱ ، سام کاران ۳۱، جدیجا ۲۵، ډوهني ۲۱ او ډيپک چاهار ۲ منډې جوړې کړې. سنرایزر لوبډلې لپاره توپ اچونې سندیپ شرما، خلیل احمد او ناتاراجان  دوه-دوه وېکټې  واخیستې.

په مقابل کې بیا سنرایزر حیدر اباد لوبډلې په ټاکل شویو شلو ارونو کې د اته لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۴۷ منډې وکړې او وې نه شو کولای چې ټاکل شوي هدف ته ځان ورسوي.

سنرایزر لوبډلې لپاره ښه توپ وهنه کین ویلیمسن وکړه او په ۳۹ توپونو یې ۵۷ منډې جوړې کړې، له هغه وروسته یادې لوبډلې ته جونی بائرستو ۲۳ تر نورو لوړې منډې وکړې.

د روان لېګ تر دې وړاندې لوبه کې بیا سنرایز حیدراباد چینای ته د ۷ منډو په توپير ماتې ورکړې وه.

دیاد لېګ راتلونکې لوبه کې راجستان د ډهلي لوبډلې پر وړاندې نن ماښام شپږ بجې او ۳۰ دقیقې لوبغالي ته ښکته کېږي.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

نړیوال جام کې نن د اسټرالیا او نیوزیلنډ ترمنځ پایلوبه ده

د ای سي سي کرکت شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې به نن …