کور پانه / لوبې / انګلستان راتلونکې پنج‌شنبې له ایرلینډ سره لوبه کوي

انګلستان راتلونکې پنج‌شنبې له ایرلینډ سره لوبه کوي

د انګلستان کرکټ ملي لوبډله راتلونکې پنج‌شنبې د اګیسټ په۳۱مه له ایرلیند کرکټ ملي لوبډلې سره کرکټ سیالۍ ترسره کوي.

په دغه سیالې کې ټول ټال ۳ پنځوس اوریزې لوبې شاملې دي چې دوېمه لوبه به یې د راتلونکې میلادي میاشتې په لومړۍ او درېمه به د همدې میاشتي په ۴مه نېټه ترسره شي.

انګلستان کرکټ لوبډله اوس مهال له ویسټ انډیز سره د ټسټ لوبو په وروستۍ لوبې بوښته ده.

د انګلستان او ویسټ انډیز دغه لوبې د کرونا ویروس څخه وروسته لومړنۍ رسمي لوبې وي چې پرته له نندارچیانو پیل شوې.

له ایرلنډ وروسته به یاد هېواد له پاکستان سره د لوبو ډګر ته ښکته شي.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

نړیوال جام کې نن د اسټرالیا او نیوزیلنډ ترمنځ پایلوبه ده

د ای سي سي کرکت شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې به نن …