کور پانه / لوبې / افغان کرکټ / افغانستان ویسټ انډیز ته د ۵۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه

افغانستان ویسټ انډیز ته د ۵۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه

د ای سي سي شل اوریز نړیوال جام تمریناتي سیالیو په ترڅ کې تېر ماښام افغانستان د ویسټ انډیز پر وړانې خپله دووېمه تمریناتي لوبه ترسره کړه چې په پایله کې یې ویسټ انډیز ته د ۵۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د لوبې په پیل کې ټاس د افغانستان لوبډلې وګټه او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه.

افغان لوبډلې په ټاکل شویو شلو اورونو کې د پنځه لوبغاړو په سوځیدلو سره ۱۸۹ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۹۰ منډو هدف وټاکه.

افغانستان لپاره توپ وهونکو غوره توپ وهنه ترسره کړه، حضرت الله ځاځي او شهزاد محمدي نیمه سلېزې هم جوړې کړې.

حضرت الله ځاځي ۵۶، شهزاد ۵۴، ګربز ۳۳، نجیب ۲۳، نبي ۶ ناسوځیدلې، ګلبډین ۳ ناسوځیدلې او اصغر یوه منډې جوړې کړې. په مقابل کې ویسټ انډیز لپاره د توپ وهنې په برخه کې مککوی دوه، راسل، رامپاول او والش جار یوه-یوه ویکټې واخیستې.

ویسټ انډیز لوبډلې لپاره بیا د توپ وهنې په برخه کې روسټن چاسي ۵۴، نیکولاس پوران ۳۵ او انډر راسل ۱۱ تر نورو لوړې منډې جوړې کړې.

مقابل کې د افغانستان لپاره محمد نبي تر ټولو غوره توپ اچونه ترسره کړه نوموړي په څلورو اورونو کې ۳ لوبغاړي اوټ کړل او یوازې دوه منډې یې ورکړې، همدا راز نوین الحق او کریم جنت هم یوه-یوه ویکټه واخیسته.

پای کې ویسټ انډیز په ټاکل شويو ۲۰ اورونو کې د پنځه لوبغاړو په سوځیدلو سره ۱۳۳منډې جوړې کړې او وې نه شوی کولی ټاکل شوي هدف ته ځان ورسوي.

دې سره دافغانستان تمریناتي لوبې پای ته ورسيدې او راتلونکې لوبه یې چې د دوشنبې پر ورځ د روانې اوکتوبر میاشتې په ۲۵مه نیټه ترسره کېږي په دې نړیوال جام کې لومړنۍ رسمي لوبه ده‌.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

افغانستان نېمبیا ته په ستر توپیر سره ماتې ورکړه

افغانستان د ای سي سي شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن خپله …