کور پانه / لوبې / افغان کرکټ / افغانستان ویسټ انډیز ته د ۱۹۰ منډو هدف وټاکه

افغانستان ویسټ انډیز ته د ۱۹۰ منډو هدف وټاکه


د ای سي سي شل اوریز نړیوال جام تمریناتي سیالیو په ترڅ کې اوس مهال د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ لوبه روانه ده.

د لوبې په پیل کې ټاس د افغانستان لوبډلې وګټه او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه.

افغان لوبډلې په ټاکل شویو شلو اورونو کې د پنځه لوبغاړو په سوځیدلو سره ۱۸۹ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۹۰ منډو هدف وټاکه.

افغانستان لپاره توپ وهونکو غوره توپ وهنه ترسره کړه، حضرت الله ځاځي او شهزاد محمدي نیمه سلېزې هم جوړې کړې.

حضرت الله ځاځي ۵۶، شهزاد ۵۴، ګربز ۳۳، نجیب ۲۳، نبي ۶ ناسوځیدلې، ګلبډین ۳ ناسوځیدلې او اصغر یوه منډې جوړې کړې.

په مقابل کې ویسټ انډیز لپاره د توپ وهنې په برخه کې مککوی دوه، راسل، رامپاول او والش جار یوه-یوه ویکټې واخیستې.

دلوبې پاتې پاڼې به په راتلونکو څو شیبو کې پیل شي.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

افغانستان نېمبیا ته په ستر توپیر سره ماتې ورکړه

افغانستان د ای سي سي شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن خپله …