کور پانه / لوبې / افغانستان هم د زمبابوې پر وړاندې تېسټ لوبو ته لوبډله اعلان کړه

افغانستان هم د زمبابوې پر وړاندې تېسټ لوبو ته لوبډله اعلان کړه

افغانستان کرکټ ملي لوبډله د روان کال مارچ میاشت کې له زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې سره دوه ټیسټ لوبې  تر سره کوي چې نن د افغانستان کرکټ بورډ یادو لوبو ته خپله لوبډله اعلان کړه.

د یاد کرکټ بورډ له لوري په اعلان شوې ۱۹ کسیزه لوبډله کې اصغر افغان (لوبډلمشر)، ابراهیم ځدران، جاوید احمدي، رحمت شاه زرمتی، حشمت الله شاهدي، افسر ځاځی، ناصرجمال، عبدالمالک، منیر احمد کاکړ، شاهدالله کمال، بهیر شاه محبوب، راشد خان،حمزه هوتک، فضل حق فاروقي، سید احمد شیرزاد، سلیم ساپی، وفادار مومند، ضیا الرحمن اکبر او یمین احمدزی شامل دي.

ټاکل شوې افغانستان په خپل کوربه توب د راروانې مارچ میاشتې په دویمه او لسمه نیټه له زمبابوې سره په عربي متحده اماراتو کې دوه ټیسټ لوبې ترسره کړې چې له دغو دوو ټیسټ لوبو وروسته درې نورې یو ورځینې لوبې هم لري

همدا راز تېره ورځ د زمبابوي کرکټ بورډ هم دغو لوبو ته خپله پنځه لس کسیزه لوبډله اعلان کړه چې په دې لوبډله کې سین ویلمسن ( لوبډلمشر)، ریان بورل، سکندر رضا، ریګیس چکابوا، کیوین کاسوزا، ویسلي میدهیوري، ویلټن مسکدزا، پرینس ماسوري، برینډم ماتوا، تاریسا مسکندا، ریچموند موتمبامي، بلیسینګ مزریباني، ریچارډ نګاروا، ویکټور نیاچي او ډونالډ ټریپانو شامل دي.

د افغانستان کرکټ ملي  لوبډلې تر دې مهاله څلور ټیسټ لوبې ترسره کړي چې له ډلې یې دوه ( له ایرلینډ او بنګله دیش ) ګټلي او دوه ( هند او ویسټ انډیز ته) بایللي دي.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

سیډنې سیکسرز د بیګ باش لسم پړاو اتلولي وګټله

سیډني سیکسرز لوبډلې د اسټرالیا کرکټ غوره لیګ یا بیګ باش په پایلوبه کې پیرت …