کور پانه / لوبې / افغان کرکټ / افغانستان نیوزیلنډ ته لوبه وبایلله او نړیوال جام سره یې مخه ښه وکړه

افغانستان نیوزیلنډ ته لوبه وبایلله او نړیوال جام سره یې مخه ښه وکړه

د کرکټ نړیوالې شورا یا ای سي سي ۲۰۲۱ کال شل اوریز نړیوال جام سوپر ۱۲ سياليو په لړ کې افغانستان نن له نیوزیلنډ سره خپله وروستۍ لوبه ترسره کړه.

افغانستان د لوبې په پیل کې ټاس وګټه او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه.

افغان لوبډلې په ټاکل شویو شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۵ منډې جوړې کړې او سیالۍ لوبډلې ته یې د ۱۲۶ منډو هدف وټاکه.

افغانستان لپاره د توپ وهنې په برخه کې نجیب ځدران ۷۳، ګلبدین نایب ۱۵ او نبي ۱۴ تر نورو ډیرې منډې وکړې.

مقابل کې نیوزیلنډ لوبډلې ټاکل شوی هدف د دوه لوبغاړو په سوځېدو د نولسم اور په لومړي توپ پوره کړ.

یادې لوبډلې ته د توپ وهنې په برخه کین ویلیمسن ۴۰، ډیووین کونوې ۳۶ او مارټین ګپټئل ۲۸ منډې جوړې کړې.

له دې بریا سره نیوزیلنډ نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه او د افغانستان سفر په یاد جام کې پای ته رسیده.

افغانستان ټول ټال پنځه لوبې ترسره کړې دوه یې وګټلې او درې یې وبايللې.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

کرکټ بورډ: اصغر افغان له هر ډول کرکټ استعفا ورکړه

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر له هر ډول …