کور پانه / لوبې / افغان کرکټ / افغانستان له نیدرلند سره کرکټ لوبې ترسره کوي

افغانستان له نیدرلند سره کرکټ لوبې ترسره کوي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، ټاکل شوې چې افغان کرکټ ملي لوبډله د راتلونکي ۲۰۲۲م کال جنورۍ میاشتې په وروستیو کې د نيدرلنډ لوبډلې پر وړاندې د دریو یو وځنیو نړیوالو سیالیو لړۍ ترسره کړي.



یاد بورډ زیاته کړې چې دغه درې یو ورځنۍ سیالۍ به د افغانستان په کوربه توب په قطر هېواد کې ترسره شي او په وینا یې دغه دغه لوبې به د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوال جام سوپر لیګ سیالیو برخه هم ګڼل کېږي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به د دریو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لړۍ د جنورۍ میاشتې په ۲۱مه نېټه پیل شي، چې د همدې میاشتې په ۲۵مه نېټه به پای ته ورسېږي.

د مهالوېش له مخې به لومړۍ سیالي د جنورۍ میاشتې په ۲۱مه، دویمه سیالي د جنورۍ میاشتې په ۲۳مه او د دواړو لوبډلو ترمنځ به وروستۍ سیالي د همدې میاشتې په ۲۵مه نېټه د قطر د پلازمېنې، دوحې ښار په ایشین ټاون کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له دې وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا د سوپر لیګ سیالیو په لړ کې یوازې د ایرلنډ لوبډلې پر وړاندې درې-یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړې چې له نېکه مرغه یې درې واړه سیالۍ ګټلې دي او اوسمهال ۳۰ نمرې له ځان سره لري.

د کرکټ نړیوالې شورا د سوپر لیګ سیالیو د مهالوېش له مخې به افغان ملي لوبډله د راتلونکي ۲۰۲۳م کال تر پیله پورې ټولټال ۷ لوبلړۍ ترسره کړي چې درې لوبلړۍ به یې په خپل کوربه توب ترسره شي، او د پاتې څلورو لوبلړیو لپاره به نورو هېوادونو ته سفرونه وکړي.

د مهالوېش له مخې به افغان لوبډله په خپل کوربه توب د نیدرلنډ پر وړاندې د راتلونکې لوبلړۍ وروسته د جنورۍ میاشتې په پای کې زمبابوې ته سفر وکړي ترڅو هلته له کوربه هېواد سره هم درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي. سربېره پر دې به افغان لوبډله د راتلونکي ۲۰۲۲م کال په لړ کې د پاکستان او اسټرالیا لوبډلو کوربه توب وکړي او همدارنګه به د هند، بنګله دېش او سریلانکا پر وړاندې سیالیو لپاره یادو هېوادونو ته سفرونه وکړي.

د یادونې وړ ده چې د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوال جام سوپر لیګ د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو ټورنمنټ دی چې د دوه کلونو په موده کې به ترسره شي او له مخې به یې د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام ته ۸ غوره لوبډلې لاره ومومي.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

ځمکې ته نږدې یوه اسمانې ډبره چاودلې

د ډیلي مېل ورځپاڼې په یو راپور کې ویلي، د امریکا پینسلوانیا ایالت په پیټسبرګ …