د افغانستان کرکټ ملي لوبډله سبا د روان کال مارچ میاشتې په لسمه نیټه له زمبابوې سره خپله دوهمه ټیسټ لوبه ترسره کوي.
دغه لوبه به سبا چهارشنبې د افغانستان پر وخت سهار لس بجې د عربې اماراتو په شیخ زاید لوبغالي کې پیل شي.
تر دې وړاندې لوبه زمبابوې د لس ویکټو په توپیر زمبابوي ګټلې وه.
همدا راز د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سوکه توپ اچونکی راشد خان چې تېرې لوبې کې یې د ګوتې په برخه کې د ټپ له کبله نه وو کړی، ویل کېږي د ګوتې ټپ یې روغ او دې لوبې کې به ګډون وکړي.
ټاکل شوې چې افغانستان او زمبابوې د افغانستان په کوربه توب دوه ټیسټ او درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.
د خپاره شویو مالوماتو له مخې یو ورځینۍ لوبې به د همدې میاشتې په اولسمه نیټه پیل او تر شلمې نیټې به دوام وکړي.