کور پانه / لوبې / افغان کرکټ / افغانستان د زمبابوې پر وړاندې خپل لومړي انینګز کې ۱۳۱ منډې وکړې

افغانستان د زمبابوې پر وړاندې خپل لومړي انینګز کې ۱۳۱ منډې وکړې

د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو تر منځ نن د ټیسټ لوبو لومړنۍ لوبه پیل شوه چې افغانستان په خپل لومړي انینګز کې د زمبابوې پر وړاندې ۱۳۱ منډې جوړې کړې.

د لوبې په پیل کې ټاس د افغانستان لوبډلې وګټه او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

یادې لوبډلې د ۴۷ اورونو په ترسره کولو سره ۱۳۱ منډې جوړې او خپل ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.

دې لوبډلې ته د توپ وهنې په برخه کې افسر ځاځي ۳۷، ابراهیم ځدران ۳۱، امیر حمزه ۱۶، اصغر افغان ۱۳، مونیر احمد ۱۲، رحمت شاه ۶، حشمت الله ۵، عبدالواسع ۳ او یمین احمدزي یوه مندې جوړې کړې.

دې اننګز کې زمبابوې لوبډلې لپاره بیا د توپ وهنې په برخه کې بلیسنګ موزربانې څلور، ویکټور ۳، ډونالډ ټیریپونو، سین ویلیمسنس او سیکندر رضا یوه-یوه ویکټه واخیسته.

مقابل کې بیا زمبابوې لوبډلې د خپل لومړي انینګز په لومړۍ ورځ ۱۳۳ منډې جوړې او خپل پنځه لوبغاړي يې له لاسه ورکړل چې د دې انینګز پاتې لوبه به سبا پیل کړي.

افغانستان ته د توپ اچونې په برخه کې امېر حمزه څلور او یمن احمدزي یوه ویکټه واخیسته.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

عمران خان:هند د نړۍ یوه غښتلې لوبډله ده

د پاکستان لومړي وزیر او د کرکټ پخواني لومړي وزیر عمران خان وایي، د هند …