کور پانه / لوبې / افغان کرکټ / افغانستان د زمبابوې پر وړاندې خپل لومړي انینګز کې ۵۴۵ منډې وکړې

افغانستان د زمبابوې پر وړاندې خپل لومړي انینګز کې ۵۴۵ منډې وکړې

د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د ټیسټ لوبو لړۍ دویمه لوبه تېره ورځ پیل شوه چې افغانستان په خپل لومړي انینګز کې د زمبابوې پر وړاندې یوازې د څلورو ویکټو په سوځیدلو سره ۵۴۵  منډې جوړې کړې.

د لوبې په پیل کې ټاس د افغانستان لوبډلې وګټه او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

یادې لوبډلې د ۱۶۰.۴  اورونو په لوبولو سره ۵۴۵  منډې جوړې او یوازې څلوور لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.

افغان لوبډلې ته حشمت الله شاهدي او اصغر افغان تر ټولو غوره توپ وهنه ترسره کړه. نوموي دې انینګز کې د ۲۱ څلوریزو او یوې شپږېزې پر مټ ۲۰۰ منډې جوړې او ناټ اوټ پاتې شو.

شهیدي لومړنۍ افغان لوبغاړی شو چې په ټیسټ لوبو کې یې غبرګه سلیزه جوړه کړه. همدا راز هغه افغان لوبغاړی شو چې په ټیسټ لوبو کې یې تر ټولو لوړې منډې جوړې کړي دي.

د دې تر څنګ اصغر افغان هم غوره توپ وهنه ترسره کړه نوموړي د څوارلس څلوریزو او دوه شپږیزو پر مټ ۱۶۴ منډې جوړې کړې او دوهم افغان لوبغاړی شو چې په ټیسټ لوبو کې یې افغانستان ته لوړې منډې جوړې کړي دي،

همدا راز ابراهیم ځدران ۷۱، ناسر جمال ۵۵ ناسوځیدلې، رحمت شاه ۲۳ او جاوید احمدي ۴ منډې جوړې کړې. زمابوې لوبډلې ته د توپ وهنې په برخه کې ویکټور نیوچي، سیکندر رضا او ریان بورل یوه-یوه ویکټه واخیسته.

مقابل کې د زمبابوې لوبډلې هم نن په دوهمه ورځ خپل لومړی انینګز پیل کړ او د ورځې تر پایه یې ۵۰ منډې جوړې کړې. دغه لوبډله به پاتې لوبه سبا لس بجې پیل کړي.

یاده دې وي چې لومړۍ ټیسټ لوبه کې زمبابوې د لس ویکټو په توپېر افغانستان ته ماتې ورکړې وه.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

کاکتوس او د خوړلو حېرانوونکې ګټې یې

کاکتوس چې ډېری خلګ یې د ازغي لرونکي ناک (Prickly pear) په نوم پېژني، هغه …