کور پانه / لوبې / افغان کرکټ / افغانستان د راشد توپ اچونې او حشمت توپ وهنې پر مټ زمبابوې ته ماتې ورکړه

افغانستان د راشد توپ اچونې او حشمت توپ وهنې پر مټ زمبابوې ته ماتې ورکړه

د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د ټیسټ لوبو لړۍ دویمه لوبه نن پای ته ورسیده چې افغانستان د زمبابوې لوبډلې ته د شپږو ویکیټو په توپیر ماتې ورکړه.

د لوبې په پیل کې ټاس د افغانستان لوبډلې وګټه او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې په خپل لومړي انینګز کې د زمبابوې پر وړاندې یوازې د څلورو ویکټو په سوځیدلو سره ۵۴۵  منډې جوړې کړې.

یادې لوبډلې ته حشمت الله شاهدي او اصغر افغان تر ټولو غوره توپ وهنه ترسره کړه. نوموي دې انینګز کې د ۲۱ څلوریزو او یوې شپږېزې پر مټ ۲۰۰ منډې جوړې او ناټ اوټ پاتې شو همدا راز افغان بیا ۱۶۴ منډې جوړې کړي.

همداسې په ترتیب سره ابراهیم ځدران ۷۱، ناسر جمال ۵۵ ناسوځیدلې، رحمت شاه ۲۳ او جاوید احمدي ۴ منډې جوړې کړې. زمابوې لوبډلې ته د توپ وهنې په برخه کې ویکټور نیوچي، سیکندر رضا او ریان بورل یوه-یوه ویکټه واخیسته.

په مقابل کې زمبابوې لوبډلې په خپل لومړي انینګز کې ۲۸۷ منډې جوړې او خپل ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړل. یادې لوبډلې ته دې اینینګز کې سیګندر رزا ۸۵ او پرینس ماسویر ۶۵ تر نورو لوړي منډې جوړې کړي. افغانستان لپاره دې انینګز کې راشد خان ۴، امیر حمزه ۳ او سید شیرزاد دوه ویکټې واخیستې.

یادې لوبډلې په خپل دوهم اینینګز کې بیا ۳۶۰ منډې جوړې کړې چې ټول ټال منډې یې ۶۵۲ ته ورسیدي او افغانستان ته یې د ۱۰۸ منډو هدف وټاکه.

زمبابوې لوبډ‌لې ته دې اینینګز کې سین ویلیمس ۱۵۱ ناسوځیدلې او ډونالډ ټریپونو ۹۵ تر نورو لوړې مڼډې جوړې کړې. افغانستان لوبډلې ته بیا د توپ اچونې په برخه کې راشد خان تر ټولو ډېر (۷) وېکټې واخیستې.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره په وروستې اینیګز کې رحمت شاه ۵۸  او ابراهیم ځدران ۲۹ تر نورو لوړې منډې جوړې او څلورو ویکټو په سوځیدو یې ټاکل شوی هدف پوره کړ.

د لوبې په پای کې سین ولیمس د سیریز او حشمت الله شاهدي د لوبې غوره لوبغاړي اعلان شول.

همدا راز شهیدي لومړنۍ افغان لوبغاړی شو چې په ټیسټ لوبو کې یې غبرګه سلیزه جوړه کړه. همدا راز هغه افغان لوبغاړی شو چې په ټیسټ لوبو کې یې تر ټولو لوړې منډې جوړې کړي دي.

یاده دې وي چې لومړۍ ټیسټ لوبه کې زمبابوې د لس ویکټو په توپېر افغانستان ته ماتې ورکړې وه.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

کاکتوس او د خوړلو حېرانوونکې ګټې یې

کاکتوس چې ډېری خلګ یې د ازغي لرونکي ناک (Prickly pear) په نوم پېژني، هغه …