کور پانه / لوبې / افغان کرکټ / افغانستان د ایرلینډ پروړاندې لوبو ته ۱۶ کسېزه لوبډله اعلان کړه

افغانستان د ایرلینډ پروړاندې لوبو ته ۱۶ کسېزه لوبډله اعلان کړه

 

د افغانستان کرکټ بورډ نن د ایرلنډ پر وړاندې راتلونکو یو ورځينیو لوبو ته خپله شپاړلس کسېزه لوبډله اعلان کړه.

د یاد بورډ له لوري دغه علان شوي نوملړ کې د شهزاد محمدي پر ځای رحمن الله ګربز د ویکټو ساتونکي په توګه اخیستل شوی او شهزاد محمدي په لوبډله کې نشته دی.

نویو او ځوانو لوبغاړو څخه سید احمد شیرزاد، یمن احمدزی، عظمت الله عمرزی، جاوید احمدي او سید احمد شېرزاد لوبډلې سره یوزای کړل شوي دي.

د کرکټ بورډ له لورې دغه خپور شوي سکواډ کې اصغر افغان (لوبډلمشر)، رحمت شاه، نوين الحق، حشمت الله شهيدي، يمين احمدزى، عثمان غني، عظمت الله عمرزى، رحمان الله ګربز (کیپر)، سيد احمد شېرزاد، نجيب الله ځدراڼ، جاوېد احمدي، راشد خان ، محمد نبي، ګلبدين نايب، مجيب الرحمان او شرف الدين اشرف شامل دي.

افغانستان له ایرلنډ سره د راتلونکې ۲۰۲۱کال جنوري میاشتې په ۱۹مه نېټه یعنی ۲۷ وروځې وروسته درې یو ورځنۍ لوبې لري چې لومړۍ لوبه په ۱۹مه، دوهمه لوبه په ۲۱مه او دریمه لوبه په ۲۳مه نېټه ترسره کېږي.

دغه لوبې د نړیوال جام سوپر لېګ لوبې دي چې لا مالومه نه ده په کوم هېواد کې ترسره کېږي.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

کريکټ بورډ د شل اوریزو لوبو لپاره لوبډلمشر اعلان کړ.

د افغانستان د کريکټ بورډ څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راځي چې راشد خان …