کور پانه / لوبې / افغان کرکټ / افغانستان ایرلینډ ته په لومړۍ لوبه کې د ۱۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه

افغانستان ایرلینډ ته په لومړۍ لوبه کې د ۱۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه

د افغانستان او ایرلینډ لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځینو لوبو سیریز لومړنۍ لوبه تر سره شوه چې افغانستان ایرلینډ ته د ۱۶ منډو په توپير ماتې ورکړه.

د لوبې په پیل ټاس د افغانستان لوبډلې وګټه او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

یادې لوبډلې په ټاکل شویو پنځوسو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدولو سره ۲۸۷ منډې جوړې او سیالۍ لوبډلې ته یې د ۲۸۸ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان لپاره د توپ وهنې په برخه کې رحمن الله کربز او راشد خان تر ټولو غوره توپ وهنه ترسره کړه ګربز په ۱۲۷ توپونو ۱۲۷منډې جوړې کړې چې ۹ شپږېزې او ۸ څلوریزې په کې شاملې وي او راشد خان بیا په ۳۰ بالونو ۵۵ منډې جوړې کړې چې دوه څلوریزې او پنځه شپګېزې په کې شاملې وې. ایرلینډ لپاره انډي مک براین تر ټولو غوره توپ اچونه ترسره کړه نومړي د خپلې لوبډلې په ګټه ۵ ویکټې واخیستې.

مقابل کې بیا د ایرلینډ لوبډلې لپاره د توپ وهنې په برخه کې لورکن ټوکر تر ټولو غوره توپ وهنه ترسره کړه نوموړي په ۹۶ توپونو ۸۳ منډې جوړې کړې، همدا راز پاول سټرلینګ او کامپیر ۳۹-۳۹ ، هاري ټوکر ۲۸ او سیمې سینګ ۲۳ تر نورو لوړې منډې جوړې کړې.

د افغانستان لپاره د توپ اچونې  په برخه کې بیا نوین الحق درې، مجیب الرحمن او راشد خان دوه-دوه، ګلبودین او نبي یوه- یوه ویکټې واخیستې.

ایرلینډ په ټاکل شویو پنځوسو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدلو سره ۲۷۱ منډې جوړې کړې او وې نه شوی کړای چې ټاکل شوې هدف ته ځان ورسوي.

د دې دواوړلوبډلو ترمنځ راتلونکې سیالۍ به د راتلونکې یک شنبې په ورځ سهار لس بجې او ۳۰ د قیقي په شیخ زاهد لوبغالي کې ترسره کېږي.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

ولې IPL کې بنګلور لوبډلې تر اوسه اتلولي نه ده ګټلې؟

د بنګال لوبغاړي منوج تېواري هغه علتونه په ګوته کړې چې له کبله یې د …