کور پانه / ادب / روغتیا / اسټرالیا د کرونا ویروس احتمالي درملنې ته رسیدلې

اسټرالیا د کرونا ویروس احتمالي درملنې ته رسیدلې

اسټرالیایي څېړونکي وایي دوی په دې بریالي شوي چې په کرونا ویروس اخته ځیني ناروغان په یوډول درملیزې طریقي تداوي کړي.

د آی‌اي راپورونو له مخي، د اسټرالیایي څېړونکو یوه ډله ادعا کوي چې د کرونا ویروس لپاره یې درملنه پیدا کړي او هیله لري چې په سراسري ډول ټولو ناروغانو کې وازمویل شي.

د کوئینزلند پوهنتون بالیني څېړنیز مرکز مدیر پروفیسور دیوید پترسون ویلي چې څېړونکو له دوه ډوله درملو څخه کار اخستي تر څو په ټیسټونو پایلې یې ښې وي.

د هغه په وینا، یو له دغو درملو څخه هغه درمل دي چې په اسټرالیا کې په کرونا ویروس لومړنیو اخته شویو ناروغانو ته ورکړل شوې وه او په هغوی کې یې ویروس لمنځه وړی وو.

د یادولو وړ ده چې دغه دواړه درمل مخکی به اسټرالیا کې ثبت شوي او جواز  یې اخستي او د لاس رسي وړ دي.

ډاکټران د دغو درملو کارونې تاریخچې ته په کتلو سره وایي چې د انسان بدن ایمني سره همغږي لري او هیڅ کوم جانبي عوارض نه لري.

نوې درملنه د اچ.ای.وي پر بنسټ کار کوي

د غه څېړنه کې د چینایي ناروغانو څخه الهام اخستل شوی چې هغو دغه درمل په اسټرالیا کې پیدا کړي ول.

پترسون وایي، زمونږ ډاکټران ډیر حیران شول چې یوه د  “SIC” اچ.ای.وي درمل دې د کرونا پر وړاندې داسې ښه کار وکړي.

هغه زیاته کړه، دغه درمل د لومړي ځل لپاره په هغو چینایي ناروغانو چې اسټرالیا کې ول وکارول شول او د پایلې یې هیله بښونکې وي.

دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې کرونا ویروس شاوخوا ۱۸۰۰۰۰ کسان اخته شوي او هر هېواد دا هڅه کوي چې دې نړیوالي اوبا لپاره ژر تر ژره درمل جوړل کړي.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

امیندوارې ښځې دې کچالو نه خوري؛ ځکه چې…

 یو علمي څیړنه وايي: کچالو دحامله ښځو شکر ناروغي زیاتوي، پوهانو دلسو کلونو لپاره د۱۵۰۰۰ …