کور پانه / خبرونه / اسټراليا د ۲۰۲۱ کال شل اوریز نړیوال جام اتلولي وګټله

اسټراليا د ۲۰۲۱ کال شل اوریز نړیوال جام اتلولي وګټله

د ای سي سي شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې تېره ورځ د اسټراليا او نیوزیلنډ لوبډلو ترمنځ پای لوبه تر سره شوه چې اسټرالیا نیوزیلنډ ته ماتې ورکولو سره د دې پړاو اتلولي خپله کړه.

د لوبې په پیل کې ټاس ا سټرالیا وګټه او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

نیوزیلینډ د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۷۲ منډې جوړې کړې او څلور لوبغاړي يې وسوځیدل‌. دوی ته کین ویلیمسن په ۴۸ توپونو ۸۵ ترټولو ډېری منډې جوړې کړې.

اسټراليا د ۱۷۳ منډو هدف د دوه لوبغاړو په سوځېدو د ۱۹م اور په پنځم بال پوره کړ.

دوی ته بیا میچل مارش ۷۷ او ډېویډ وارنر ۵۳ ترنورو ډېری منډې جوړې کړې او خپله لوبډله یې د نړۍ په کچه اتله کړه.

د لوبې په پای کې میچل مارش د لوبې او ډیویډ وارنر د ټورنمنټ غوره لوبغاړي شول.

تر دې وړاندې دغه اتلولي له ویسټ انډیز لوبډلې په ۲۰۱۶ کال کې ګټلې وه.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

افغانستان نېمبیا ته په ستر توپیر سره ماتې ورکړه

افغانستان د ای سي سي شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن خپله …