کور پانه / خبرونه / احمد ولي هوتک افغانستان ته بل وياړ راوړ

احمد ولي هوتک افغانستان ته بل وياړ راوړ

د افغانستان ازادو سیالیو یا فري فايټ نوم وتی مبارز احمد ولي هوتک د اسیا سویل په کچه د فري فايټ سیالیو په تازه درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړی دی.

دغه درجه بندي چې د یو نوموتی ورزشي سایټ (Tapology) له لوري خپره شوې احمد ولي هوتک په کې د لس بریا او يوې ماتې سره لومړی مقام خپل کړی دی.

همداراز یو بل افغان فایټر واحد نژن بیا دې درجه بندۍ کې څلورم مقام خپل کړی دی.

ده درجه بندۍ کې د اته هېوادونو ( افغانستان، پاکستان، هندوستان، بنګلاديش، سريلانکا، مالديف، بوتان، نيپال) لوبغاړي شامل ول.

احمد ولي هوتک یاد بریا د ټول افغان ولس بریا بللې او دا ویاړ یې ټولو هېوادوالو ته ډالۍ کړی دی.


دا وياړ خپلو ځورېدلو هيوادوالو ته ډالۍ کوم تر څو پر غم ځپلو څېرو د خوښۍ د مسکا پلمه شی

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

افغانستان نېمبیا ته په ستر توپیر سره ماتې ورکړه

افغانستان د ای سي سي شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن خپله …