کور پانه / ادب / آیا غواړئ په کارځای کې مو استرس کم کړئ؟

آیا غواړئ په کارځای کې مو استرس کم کړئ؟

هغوی چې په دفترونو کې د خفګان یا استرس احساس کوي، باید پاملرنه وکړئ،څېړونکو دا مندلۍ چې د کار ځای یا دفترونو کې د شنو بوټو شتون استرس له منځه وړي.

د HortTechnology په ژورنال کې په دې اړه داسې راغلي، څیړونکو پر هغو کارکونکو چې په کارځاینو کې تر استرس یا فشار لاندې وي د بوتو دغه څیړنه تر سره کړه او ویښودله چې په کار ځای کې د شنو نباتاتو شتون د روان په خوشحالتیا کې رول لري.

د جاپان Hyogo پوهنتون کې د Masahiro Toyoda څیړونکي وایي:

«په اوس وخت کې لا ډیری خلک نه پوهیږي چې د هغوی په کار ځای کې د بوټو شتون د هغوی په روان څومره اغیز لرلی شي»


Toyoda د دغې څېړنې په اړه وایي:

« مونږ وغوښتل چې دکار ځاي کې د شنو بوټو شتون په اغیزو څیړنې ترسره کړو او پوه شو چې په کارکونکو څومره اغیز لرلی شي. او یادې څیړنی مو په ۶۳ تنه کارکونکو تر سره کړې»

هغه زیاته کړه چې هغه کارکونکي چې د کارځای کې یې د ستړیا احساس کوه ورته مو د دري دقیقو لپاره د تفرح وخت ورکړ،او یاد کار کونکي مو په دوه ډلو وویشل یوه ډله مو هغه ځای ته هدایت کړه چې شنه بوټي یې درلودل .

وروسته د روان پیژندنې څیړونکو د نظر پوښتنو په مرسته د هغوی د اضطراب او استرس ارزیابي وکړه .او ومو مندل چې هغه کارکونکي چې له شنو بوټو سره یې وخت تیر کړی وو بیرته د کار کولو لیوالتیا یې زیاته شوي وه.

له دغو څېړنو څخه موخه د هغو کارکونکو ستړیا او سترس له منځه وړل ول چې په دفتر یا کار ځای کې یې لري.

په یاده څیړنه کې هریو کارکونکي ته د هغه له خوښې سره سم یو بوټی د روزلو لپاره ورکړل شو ترڅو په فعاله توګه خپل استرس له منځه یوسي.

د دې ترڅنګ څېړونکي وایې باید هر یو کارکونکی په خپل کاري میز باندې یو بوټي ولري په څیړنه کې هم ګډون والو ته شپږ ډوله بوټي د میزنو پر سر ایښودل شوي وو.

په پایله کې ویلی شو چې بوټې مو په کاري ځای کې استرس له منځه وړلی شي نو د کارځاینو له مالیکینو څخه هم هیله کیږي چې دې برخه کې د خپلو کارکونکو خوښي لپاره خپله وجیبه ترسره کړي.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

که غواړئ د سترګو دید مو کم نه شي حتما یې ولولئ!

له شک پرته مونږ په اګاه یا نا اګاهانه ډول داسې عادتونه خپل کړي چې …