کور پانه / ادب / روغتیا / آیا د ملا او پښو له درده کړېږئ؟ نوره اندیښنه مه کوئ

آیا د ملا او پښو له درده کړېږئ؟ نوره اندیښنه مه کوئ


ډېری خلګ د ملا، پښو او د ملاتېر له دردونو رنځ وړي او ان د خپل ډېر عادي ورځني کارونه په سم ډول نه شي ترسره کولی.

دغه ډول دردونه په عموم کې د ډېر کیناستلو، فزیکي فعالیتونو او ورته نورو عواملو له کبله پیدا کېږي.

په هرحال، تاسو اندیښنه مه کوئ دا درملنه چې د کاروان روغتیا په دې برخه کې مو ترې یادونه کړې ترسره کړئ معجزه به يې وګورئ او بیا به هېڅ کله شکایت ونه کړئ.

دغه درملنه شاوخوا دوه میاشتې په مسلسل ډول ترسره کړئ انشاءالله په لومړنیو دوو اونیو کې به یې اثرات ووینئ.

خکې له دې چې د خپل خوب ځای ته ولاړ شئ دغه درې لازمه مواد وخورئ او دا کار دوه میاشتې ترسره کړئ.

۱- یودانه وچ اېنځر.

۲- یو دانه وچ زردالو یا زمونږ د افغانانو په اصطلاح کې کښته.

۳- یودانه وچ الوبخارا ( وچ الوبخارا په بازر کې پیدا کې په عمومي ډول خلګ ترې جوس جوړوي.)

دغه درې ډوله وچې میوې د ستون فقرات نسجونو بیا تولید او بافت لپاره خورا ګټور دي.

یادې میوې په ځان کې د داسې مرکباتو او عناصرو لرونکي دي چې د ملا، پښو او ستون فقرات دردونه په بشپړ ډول له منځه وړي.

ڼوټ: که د جوس په بڼه یې جوړ او نوش جان کړئ نو غوره ده له هغه پرته وچ یا لامنده کړي خوړل یې ستاسو خوښه ده.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

په ښي اړخ د ویده کیدو ګټه-څېړنه

دخوب په اړه نوې ترسره شوې څېړنه لیکي : په ښي اړخ خوب دا ګټه …