کور پانه / ادب / روغتیا / آیا د خفګان احساس کوئ؟ دلته یې ۶ روغتیایي دلایل ولولئ

آیا د خفګان احساس کوئ؟ دلته یې ۶ روغتیایي دلایل ولولئ

حتا ډیر خوشاله خلګ هم د بېلابېلو دلایلو له امله لکه د یوې اړېکې پرې کیدل، د کورنۍ یو غړي مړه کیدل او یا هم پرته له کوم دلیله د حفګان احساس کوي. په ټوله کې غم او خفګان د یو معمولي احساس په ټوګه ګڼل کېږي. او ډیری خلګ بیا غواړي له دغه احساس څخه ځان وژغوري ځکه چې دا احساس د عاطفې کمزور تیا لامل کېږي.

که څه هم غم او خفګان دومره جدي خبره نه ده خو هیڅ کله نه باید له ژور خفګان سره پرتله شي. که څه هم غم او خفګان د ژور خفګان موقتي بڼه ده  خو د نا هیلۍ یو دوامداره احساس ده چې باید په فردي ډول یې درملنه وشي.

خفګان احساس کوئ؟ د لته هغه شپږ دلایل شتون لري چې تاسو ممکن د لنډي مودې لپاره سالم وساتي:

احساسات مو غښتلي کوي

د غم احساس مونږ ته دا وړتیا رابښلای شي تر څو احساسات مو بالغ شي. او دا به د راتلونکو غمجنو پېښو په وړاندې مونږ غښتلي کړي همدا راز غم او خفګان مونږ سره مرسته کوي تر څو له خپلو تېرو تېروتیو څخه زده کړه وکړو.

د ژوند انعکاس ښایي

دغه احساسات په حقیقت کې له خلکو سره مرسته کوي چې  یو څه حس کړي. دې وضیعت ته په کتو سره هغه باراني ورځې چې  پکې یواځې وسئ او پخوانیو انځورونو ته له یوې ارامې یا غمجنې موسېقي سره ګورئ د تېرو خوشاله شېبو په یادولو کې مرسته کوي.

تېرو خاطرو په یادول کولای شي تاسو ته د خوښۍ احساس درکړي، د دې تر څنګ ځېنې پوهان وایي چې یوه ارامه سندره کولای شي تاسو لپاره د یو تسلا ورکونکې تشه ډکه کړي.

د نورو پاملرنه تاسو ته اړوي کوم ته چې تاسو اړتیا لرئ

کله چې تاسو د غم او خفګان احساس کوئ نو ستاسو شاو خوا نږدی دوستان پرته له دې چې تاسو ورڅخه غوښتنه وکړئ تاسو سره مرسته او همدردي کوي. سربیره پر دې داسې حالاتو کې زمونږ پر وړاندې د نور احساس هم  معلومیږي چې څومره مېنه مونږ سره لري.

دا حالت به تاسو سره مرسته وکړي چې خپل نا سالمه احساسات له زړه وباسئ

ژړا کیدای شي د شرم خبره وي خو همدا ژړا کولای شي ستاسو غوسه، استرس، درد او غم لمنځه یوسي. ژړا په حقیفت کې ستاسو احساسات پاکوي. نو خپلې اوښکې د دې پر ځای چې وساتي بیرون یې وباسئ که څه هم د پټو دروازو شاته وي.

د خواښوږۍ احساس رامنځته کوي

کله چې تاسو مقابل لورې ته د خپل احساسات بیانوئ او یا هم ورته خپله یوه غمجنه کیسه کوئ نو دلته د باور او خواښوږۍ یوه فضا رامنځته کېږي.

دا خبره اکثره په ماشومانو کې ډیره اغیز ناکه وي کله چې یو ماشوم ولیږي نور یې مرستې ته راځي او دا په ماشوم کې د مرستې غوښتلو انګیزه پیدا کوي

منفي اوسېدل پنځونه رامنځته کوي

د WIRED  مجله وایي، هغه هنرمندا چې د په ژوند کې یې منفي دروه تېره کړي وي او د منفي ژوند تجربه ولري نو د نقاشۍ او موسېقۍ تر ټولو لوۍ آلبومونه یې پنځولي دي دغه ډول خلک زمونږ له تصوره لوړ فکرونه لري.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

د وزن ډېریدو او چاغیدو سره د مالګې اړیکه

په لږه کچه مالګه د روغتیا سلامتي لپاره مهمه ده او د الکترولیت توازن، د …