کور پانه / عمومي مالومات / آنلاین سوداګري څه ده؟ او ګټه یي څه دي؟

آنلاین سوداګري څه ده؟ او ګټه یي څه دي؟

تر هر څه د مخه یوویشتمه پیړۍ په لنډو ټکو کې:

یویشتمې پېړۍ کې د ساینس او ټیکنالوژۍ پرمختګ د انسانانو په ژوند کې ډېر بدلونه او اسانتیاوې راوستې له همدې کبله یادې پېړۍ ته د ساینس او ټکنالوژۍ پېړۍ ویل کېږي. د ساینس او ټکنالوژۍ دغو پرمختګونو په پایله کې انسانانو د میاشتو میاشتو سفرونه، کړنې، اړیکې، روغتیا، کاروبار او داسې نور د ځانګړو کسانو پرمټ او د کوښښنو په پایله کې خورا اسان او د لاسرسي وړ وګرځیدل.

اوس راځو د همدې ټکنالوژي یوه بې مثاله ځانګړتیا در پیژنو؛

آنلاین سوداګري یا هم ( ( E-Business یا ( Online Business) څه ده او ګټې یي څه دﺉ؟

د خپلو تولیداتو اړوند د مالوماتو شریکول، په انټرنيټ کې د تولیداتو د بدلولو او را بدلولو یا پلور او اخیستلو ته وایي چې د یوه ډله خلکو یا شخص سره د ټولنیزو رسنیو لکه (فیسبوک، انټرنيټ سایټونه) او داسې نورو اپلیکیشنو له لارې ترسره کیږي.

ګټه یی څه ده؟

۱ـ د برقي سوداګرۍ سمون یا تنظیمول اسانه دي:

تاسو کولی شئ له خپل کوره یی پیل کړﺉ، یوازینيٍ څېز ته چې اړتیا لرﺉ کمپیوټر، ځیرک مبایل او انټرنيټ دی.

۲ـ لکه څنګه چې انټرنيټ ته موږ افغانان په افغانستان کې لاسرسی لرو همدارنګه د نړۍ ټول خلک ورته لاسرسی لري، نو انلاین سوداګري مو هر څوک هر چیرته او هر وخت 24 ساعته کتلی، موندلی او توکي مو اخیستلی شي.

۳- له دودیزه سوداګري څخه ارزانه:

دودیزه سوداګري کې تاسو عملن ډیر کار او فزیکی ځای او پیریدونکو ته اړتیا لرﺉ، خو انلاین سوداګري اسوده او اسانه ده.

۴- جغرافیایي حدود او مرز نه لرﺉ:

مطلب هر څوک له هر ځایه هر وخت خپل د خوښې وړ توکي غوښتلای شي چې دا یې غټه ګټه ده.

۵- حکومتي ملاتړ:

ډیجیټل یا انلاین سوداګري د دولتونو له خوا ډیر ستایل کیږي او ملاتړ یې کوي.

۶- نوی بازار ته دننه کیدل کوم چې د دودیز بازار په پرتله ډیر اسانه او هرځای کې د لاسرسي وړ ده.

۷- په ټاکلي بیه یا ریټ د توکو پلورل، کوم کې چې پیریدونکي د دوهمې خبرې کولو حق ځانته نه ورکوي.

ژباړه او راټولونه: عمر احمدزی

. موسی وياند

دا هم ولولئ

د ماشومانو په روزنه کې لس اغیزناک او اړین ټکي

ماشومان مو د کور تنکي ګلان دي، چې د کور د نورو غړو پاملرنې او …