کور پانه / لوبې / افغان کرکټ / آمو لوبډلې سپين غر ته د ۵ وېکټو په توپېر ماتې ورکړه

آمو لوبډلې سپين غر ته د ۵ وېکټو په توپېر ماتې ورکړه

د زونونو په کچه د غازي امان الله خان جام لېسټ اې سیالیو په اتمه لوبه کې د امو لوبډلې، سپین غر لوبډلې ته په ۵ ویکټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د سپین غر لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. سپین غر لوبډلې د لوبې په ۴۱،۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ټول ټال ۱۴۷ منډې جوړې کړې او آمو لوبډلې ته یې د ۱۴۸ منډو هدف وټاکه.

د توپ وهنې په برخه کې سپين غر لوبډلې ته افتاب عالم ۳۱، اکرام علي خېل ۲۹، بهار شینواري ۱۹، سمیع الله شینواري او فرید ملک ۱۴-۱۴ منډې جوړې کړې.

امو لوبډلې ته په توپ اچونه کې ننګیال خروټي ۳، جمشید خان، شرف الدین اشرف دوه-دوه، محمد سلیم او جاوید احمدي د سپین غر لوبدلې يو – يو لوبغاړى وسوځاوه.

په مقابل کې بیا امو لوبډلې د لوبې په ۴۰،۴ اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ټاکلی هدف ته ځان ورساوه او خپله دریمه بریا يې ترلاسه کړه.

د توپ وهنې په برخه کې امو لوبډلې ته فرهان زاخېل ۳۹، افسر ځاځي ۳۳ ناسوځېدلې او شرف الدین اشرف ۲۳ ناسوځیدلې منډې ترسره کړې. سپین غر ته په توپه اچونه کې قیس احمد ۳ او فرید ملک ۲ لوبغاړی وسوځول.

د امو لوبډلې تکړه توپ اچونکی ننګیال خروټی چې د سپین غر لوبډلې ۳ لوبغاړي یې سوځولي و او ۱۹ منډې یې جوړې کړې وې، دلوبې غوره لوبغاړی شو.

. كاروان

دا هم ولولئ

ای پي اېل: بنګلور په یو ستر توپېر کلکټې ته ماتې ورکړه

د هند غوره لېګ یا IPL سیالیو په لړ کې تېر ماښام د سنرایزر رویل …